سپورت
کرکټ: راشد خان د نړۍ لومړی لوبغاړی شو چې ۷۰۰ ویکټې یې پوره کړې

د افغانستان کرکټ بورډ د خبر له مخې د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر او د نړیوال کرکټ ځلانده ستوري راشد خان نن یو بل ستر تاریخ هم جوړ کړ.نوموړي په شل اوریزو سیالیو کې خپله ۷۰۰مه ویکټ ترلاسه کړه او په دې سره د کرکټ د نړۍ په تاریخ کې لومړنی توپ اچونکی شو، چې په شل اوریزو سیالیو کې ۷۰۰ ویکټې ترلاسه کوي او دغه ستره نړیواله کارنامه د ځان او افغانستان په نوم ثبتوي. راشد خان دغه ریکاډ د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام کې د متحده عربي اماراتو سره په نننۍ لوبه کې جوړ کړ.په نن لوبه کې متحده عربي اماراتو افغان لوبډلې ته ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۱ هدف ټاکلی.



