مقالې/لیکنې

سمیع یوسفزی: طاـ لبان د افغانستان یو ځمکنی او منل شوی واقیعت دی

لیکوال او ژورنالیست ‏سمیع یوسفزي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، که څه هم د افغانستان د طاـ لبانو حکومت تر اوسه د نړۍ له خوا په رسمي ډول نه دی پېژندل شوی؛ خو طاـ لبان یو منل شوي ځمکنې  واقعیت او حقیقت دی. ستر قدرتونه لکه چین، روسیه، متحده ایالات او ځینې اروپايي هېوادونه د خپلو امنیتي او ستراتیژیکو مجبوریتونو او ګټو لپاره له طاـلبانو او کابل سره اړیکې ساتي. وروسته له هغې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي نښتو پر مهال درې پاکستانیان ونیول شول، راپورونه وایي چې سعودي عربستان د هغوی په خوشې کولو کې مهم رول ولوباوه. که څه هم تر دي وړاندی پاکستان، ترکیې او قطر هم هڅې کړې وې؛ خو په پای کې سعودي عربستان بریالی شو. دا کار په سیمه کې د سعودی عربستان د ستر اغېز څرګندونه کوي. دا پرمختګ کولی شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره یو نوی فرصت وي؛ خو اوږدمهاله بې‌باوري لا هم لویه ستونزه ده. پاکستان ځان سیمه‌ییز ځواک ګڼي، او افغانستان بیا ځان د لویو قدرتونو پر وړاندې د خپل تاریخي مقاومت  قبرستان ویاړ لري. کله چې ملي غرور او سیاسي احساسات غالب شي، ستونزې لا پسې زیاتېږي. ریښتینی ثبات به د ځواک او تاریخې دعوو پر ځای د عملي ډیپلوماسۍ، منظم مدیریت او اقتصادي همکارۍ له لارې راشي. د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره همکاري تر شخړو ډېره ګټوره ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button