نړیوال خبرونه
اسراییل: پر ایران د امریکا له برید وروسته د دفاع لپاره چمتو یوو


د اسراییلو د پوځ یو مشر جنرال رفیع میلو ویلي، که د امریکا د برید پر مهال ایران له اسراییلو غچ اخلي؛ نو د دوي پوځ په ټولو محاذونو کې دفاع ته چمتو دی.نوموړي ویلي، دوي هم نه پوهیږي چې په سیمه کې څه روان دي؛ خو په منځني ختیځ کې ورځ په ورځ د امریکا ځواک پیاوړي کول پدې معنا دي، چې پر ایران د امریکا برید حتمي دی.


