نړیوال خبرونه
راپورونه: امریکا ایران سره د یوې پراخې جګړې تیاری کوي


ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سره د یوې پراخې جګړې لپاره په تیاري بوخت دی.ویل کیږي، په تېرو څو ورځو کې ۲۹ سي-۱۷ پوځي ترانسپورتي الوتکې او ۱۲ د تېلو ټانکرونه منځني ختیځ په ځانګړې ډول قطر او اردن ته رسېدلي دي.د قطر او اردون په ګډون ځینو عربي هېوادونو ویلي و، چې امریکا ته به اجازه ورنکړي، چې د دوي له خاورې پر ایران برید وکړي.ها خوا بیا ایران ویلي، که امریکا ورباندې برید وکړي، ترټولو سخت ځواب به ورکړي او په سیمه کې به د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.


