افغانستان

سویس: د دې هېواد پولیسو د پي ټي ایم غړي بندیان کړي دي

له انګلستان څخه نن د سویس داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډې پر مهال د پاکستان پر وړاندې لاریون ته راغلي د پي ټي ایم ځیني غړي نیول شوي او ورته ویل شوي، چې ستاسې دا لاریون نړیوال امنیت ته خطر دی.د پي ټي ایم برتانیا نیول شوي غړي فهیم وزیر، شاهد کاکړ او علم زیب وزیر وایي، لا هم پولیسو سره دي او هرڅه یې ترې اخیستي دي.د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین بیا ویلي، چې د سویس هېواد دا کار د پاکستاني حکومت په غوښتنه کړی دی.د یادونې وړ ده، چې دغه لاریون وشو او د پي ټي ایم نورو غړو پکې ګډون کړی و.لاریون کوونکو د پاکستان پر حکومت او پوځ غږ وکړ، چې هلته دې د پښتنو نسل وژنه ودروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button