سمه ییز خبرونه
بلوچستان: د بلوڅ بېلتون غوښتوونکو له برید وروسته د پاکستان پوځ عام بلوڅ نیسي او وژـ ني یې


له بلوچستان څخه ځایي سرچینې وایي، چې د بلوڅ بېلتون غوښتوونکو له وروستیو بریدونو وروسته، چې د پاکستان ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه پکې ووژـ ل شول، ډېر پوځي او امنیتي مرکزونه یې ړنګ شول او ډېر مالي تاوان یې ور واړاوه، اوس د پاکستان پوځ او استخبارات هلته په سیمه کې عام بلوځ ښځې، ماشومان او ځوانان نیسي، وژـ ني یې، زنداني کوي یې او د هغوی پسې لټه شروع کړې ده.د سیمي خلک وایي، د پاکستاني پوځ او استخباراتو دا بشر ضد کړنې به په سیمه کې امنیتي وضعیت نور هم خراب کړي او ناکرارۍ به پکې زور واخلي.بلخوا بلوڅ بېلتون غوښتوونکي وایي، د خپلو خلکو غچ به اخلي.



