افغانستان

کابل: د دوحې پروسې تر چتر لاندې دمخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په تړاو ناسته وشوه

په دې غونډه کې د طاـ لبانو د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او روغتیا وزارتونو استازو د ګډون ترڅنګ د یوناما، ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو، اروپايي اتحادیې، د اسلامي همکاریو سازمان، د یو شمېر هیوادونو سفیرانو په حضوري او پر لیکه ګډون کړی و.پدې ناسته کې د طاـ لبانو استازو وویل، چې په افغانستان کې یې د مخدره توکو د کښت او قاچاق کچه صفر ته راښکته کړې ده.په ورته وخت کې د غونډې نورو ګډونوالو هم د مخدره موادو د مخنیوي په تړاو د طاـ لبانو د هڅو ستاینه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې پدې برخه کې باید پام نور هم ډېر شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button