افغانستاناقتصادي خبرونه
افغانستان: د کرایه کورونو مالکانو کرایې دوه چنده لوړې کړي


د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو اوسېدونکو واخان نیوز ته په رالیږلو پېغامونو کې ویلي، چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د رتګ سره سم د کرایه کورونو مالکانو له موقع څخه په ګټې اخیستنې د کورونو کرایې دوه چنده لوړې کړي دي.دوي وایي، پدې اړه یې هرځل له ځایي مسوولینو سره خبرې کړي؛ خو چا یې غږ ندی اوریدلی.د نظر خاوندان وایي، حاکم خلک باید د کورونو د موقیعت، خونو او مساحت په نظر کې نیولو سره د کرایه کورونو لپاره یوه لایحه جوړه کړي، ترڅو پدې برخه کې د خپلسرۍ مخه ونیول شي او د کورونو مالکان د خلکو له مجبوریت د ناروا ګټې اخیستنې څخه راوګرځوي.



