افغانستان
حامد کرزی: د ملګرو ملتونو سازمان د متخصصینو خپلواک مشورتي پلاوي غړیتوب له امله عادله راز ته مبارکي وایم
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې میرمن عادله راز ته د دې سازمان د متخصصینو د خپلواک مشتورتي پلاوي د غړیتوب له امله مبارکي ویلې او عادله راز یې د هېواد یوه هوښیاره او زیارکښه مېرمن یاده کړې ده.نوموړي ویلي، عادله راز په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان لپاره ګټور خدمتونه کړي او په نوې دنده کې یې ورته د بریا هیله کړې ده.




