افغانستاناقتصادي خبرونه
افغانستان: عزیزي ګروپ د روان کال تر پایه د برېښنا تولید ۶۰۰۰ میګاواټه ته رسوي

د عزیزي ګروپ سره د افغانستان برېښنا شرکت د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا انرژۍ د توليد سترو پروژو د چارو پيلولو لاسليک وکړ. پدې مراسمو کې د عزیزي ګروپ مشر او افغان پانګه وال میرویس عزیزي وویل، په دوه یا درې میاشتو کې به د یو بل قرارداد له مخې له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ میګا واټه برېښنا د تولید کار پیل کړي او د کال تر پایه به دا کچه شپږ زرو میګاواټو ته ورسوي.



