افغانستان

مستعمره پښتونخوا: شاعر لیکوال او د پښتون قام مبارز عطا الله جان او د هغه ورور نامعلومه وسله والو شه ـیدان کړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی، لیکوال شاعر او مبارز عطا الله جان او د هغه ورور د نامعلومه وسله والو په برید کې په شهاـ دت رسول شوي دي. ویل کیږي، پر دوي د خپل کور سره نږدې برید شوی، چې عطا الله جان ځای پر ځای شه ـید شوی او ورور یې په روغتون کې ساه ورکړې ده. د پي ټي ایم غړي وایي، وسله وال نا معلوم ندي، د پښتون قام د مبارزینو قاـ تلان معلوم دي او هره ورځ دغسې مبارزین په نښه کوي او غواړي، چې د پښتنو د حقونو غږ چپ شي؛ خو په خبره یې هره دغسې پېښه بې شمېره مبارزین پیدا کوي او د خپل قام د حقونو د ساتنې مبارزې نه به یې پدې ډول څوک را ونه ګرځوي. د پي ټي ایم مشر او مرکزي کمېټې د عطا الله جان په شهاـ دت ژوره خواشیني ښودلې او هغه یې د خپل قام اتل یاد کړی دی.شنونکي وایي، د پاکستان استخباراتي ادارې هرکله په مخ پټي ډول د پښتنو دغسې مبارزین او د سر خلک په نښه کوي؛ خو په خبره یې پایلې به یې پاکستان ته ښې نه وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button