افغانستان
سمیع یوسفزی: په افغانستان کې شته وسله وال ګروپونه فعاله ګواښ ندی

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو راپورونه ډېر کله د ترـ هګرو ګروپونو اوسنی فعالیت نه؛ بلکې احتمالي وړتیا او راتلونکی خطر ارزوي. یعنې که یوه ډله کوچنۍ هم وي؛ خو که د بیا منظم کېدو یا پراخېدو وړتیا ولري، ملګري ملتونه یې د احتمالي ګواښ په توګه یادوی. د ملګرو ملتونو هغه راپورونه، چې په افغانستان کې د جهادي ډلو د شتون په اړه خپرېږي، د ځینو خلکو په نظر له واقیعت څخه ډېر د تبلیغاتو بڼه لري. کېدای شي یو شمیر افراد هلته موجودې وي؛ خو اوس مهال نه فعاله ګواښ بلل کېږي او نه هم لویه اندېښنه.



