سمیع یوسفزی: شیخ هیبت ـ الله ته پاکستاني استخباراتي ملایانو د انجونو د زده کړو بندول ور پیچکاري کړي

د طاـ لبانو دننه ډېر په دې قوي باورلري، چې د میرمنو په تعلیم د بندیز امر ډېر په مهارت لومړی د ملا محمد ـ عمر او اوس د شیخ ـ هبة ـ الله په فکر او ذهن کې د یو ګاونډي هېواد استخباراتې “ ملایانو “ پیچکاري کړی ترڅو افغان ملت د جهالت په تیارو کې پاتې شي او راتلونکی یې صفر وي. طاـ لبانو، که د قوش تیپې کانال نه د اوبو پر ځای د شېدو او شاتو نلکې هم راوباسئ او هر کور ته یې ورسوئ؛ خو چې د میرمنو پر تعلیم بندیز وي، دا نه پرمختګ دی او نه هم ویاړ، دا یوازې یو نیمګړتیا او بې عدالت نظام ښيي. هیڅ حکومت یوازې په پروژو او ودانیو نه قوي کېږي، حکومت هغه وخت مشروعیت او درناوی پیدا کوي، چې عدالت تامین کړي. کله چې د یوې ټولنې نیمایي برخه له اساسي حق، یعنې تعلیم، محرومه شي، دا نه یوازې ظلم دی؛ بلکې د ملت د راتلونکي قصدي کمزوري کول دي. تر ټولو لوی تناقض او شک دا دی، چې افغان میرمنې کولی شي په سړکونو سوال وکړي، په بازارونو کې چکر ووهي، حتا دوکانداري وکړي؛ خو تعلیم نشي کولی. دا کوم منطق، کوم دین او کوم عدالت مني؟ هغه نظام، چې د علم دروازې وتړي، په حقیقت کې د خپل ملت پر راتلونکي دروازې تړي؛ ځکه علم د ملت د ملا تیر دی او بې له علمه جاهل ملتونه تل د نورو محتاج پاتې کېږي.



