نړیوال خبرونه

زلینسکي: روسیې ته د ایران له خوا په ورکړل شویو ډرونونو د اوکراینیانو ژوند اخېستل کیږي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې اوکراین له ایران سره ګډه پوله نه لري او د تهران له رژیم سره یې هېڅکله د ګټو ټکر نه دی لرلی؛ خو د ایران له لوري روسیې ته ورکړل شوې بې‌پیلوټه الوتکې د اوکراینیانو پر ضد کارول کېږي.زیلینسکي میونیخ امنیتي کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې د ایران جوړ شاهد ډرونونه د روسیې لخوا د یوکراین پر ملکي وګړو کارول کېږي.هغه وویل، د دغو بریدونو له امله د اوکراین خلک زیانمن شوي او مهم تاسیسات له منځه تللي دي.د اوکراین ولسمشر زیاته کړه، چې د ایران اوسنی رژیم کولی شي راتلونکي کې لدې ستر ګواښونه او زیانونه رامنځته کړي، چې انساني تاریخ کې به یې ساری نه لیدل کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button