ویډیوګانې
استریا: شهباز شریف د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا لپاره استریا ته رسېدلی
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف استریا هېواد ته رسېدلی او هلته به د دې هېواد له مشرانو سره د دوه اړخیزه اړیکو په پیاوړتیا خبرې وکړي. شنونکي وایي، د پاکستان لومړی وزیر او نور چارواکي، هڅه کوي، چې په نړیوال سټیج خپل بایللی باور بېرته ترلاسه کړي؛ خو په خبره یې اوس ډېر ناوخته دی. شهباز شریف پداسې حال کې دې هېواد ته سفر کوي، چې په کور دننه یې هېواد له امنیتي، سیاسي او اقتصادي کشمشکونو سره مخ دی.


