سمه ییز خبرونه
د عمران خان پلویان: له زور وروسته په زاریو د هغه راخوشې کول غواړي

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید ویلي، د عمران خان خور، دی او د تحریک انصاف ګوند ټول پلویان د پاکستان اوسنیو واکمنانو ته زارۍ کوي، چې د خدای او رسول په خاطر دې عمران خان نور له زندان ازاد کړي. دوي وایي، عمران خان ډېر په تکلیف کې دی او روغتیايي وضعیت یې ورځ تر بلې خرابیږي. د عمران خان پلویانو لاریونونه وکړل او په ځینو سیمو کې اوس هم روان دي، ویلې یې په زور او قوت سره به عمران خان راخلاصوي؛ خو د شیخ رشید له وروستۍ ویډیو ښکاري، چې خبره له زور زاریو ته تللې ده.په ورته وخت کې شیخ رشید وایي، روژه راغلله، د نورو بندیانو دوسیې دې هم وڅېړل شي، بیا وایي، په پاکستان کې لوږه زیاته ده، قیمتي ده او خلک کار نلري، چې باید پام ورته وشي.



