سمه ییز خبرونه
عراقچي: ایران او امریکا په جنیوا کې د احتمالي هوکړې په اوصولو سلا شوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې له امریکايي چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته دواړه لوري د احتمالي هوکړې د مسودې چمتو کولو لپاره پر اصولو موافقه کړې ده. عراقچي زیاته کړه، ښه پرمختګ شوی او راتلونکی مسیر اوس لا روښانه دی. د مسودې لیکل به ستونزمن کار وي؛ خو بهیر یې پیل شوی دی. نوموړي همداراز وویل، چې دواړه پلاوي به اوس خپلو هېوادونو ته ستانه شي، څو له اړوندو مشرانو او ادارو سره سلا مشورې ترسره کړي.



