اقتصادي خبرونه
کابل: راستنو شویو کډوالو ته ۶۴ ټنه خرما ووېشل شوه

په کابل کې د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي لګښت د النور خیریه بنسټ له خوا ۶۴ ټنه خرما پر راستانه شویو کډوالو ووېشل شوه. د یاد بنسټ مسوولین وایي، د مرستو د وېش بهیر به لس ورځې دوام ولري او دا لړۍ به یوازې تر کابل محدوده نه وي؛ بلکې د هېواد نورو ولایتونو ته به هم وغځول شي.



