سمه ییز خبرونه

اسلام اباد: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د طالبانو سفیر احضار کړی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د فرورۍ په ۱۶ نېټه باجوړ کې د برید په تړاو یې د طاـ لبانو حکومت چار سنبالي ته احتجاجي لیک سپارلی دی. دغه لیک کې د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د پاکستان پر ضد له افغانستان کېدونکې تره/ګرۍ پر وړاندې د ځواب ورکولو حق لري. د باجوړ برید کې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي وو، چې پاکستانی حکومت یی پړه پر پاکستاني طا/لبانو اچولې. بل پلو افغان طا/لبانو تل د پاکستان دا تورونه رد کړي او وایي، چې پاکستاني حکومت د خپلو وګړو د امنیت ساتلو وړتیا له لاسه ورکړې له همدې امله د خپل بام واورې پر بل ورچوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button