مقالې/لیکنې

سمیع یوسفزی: د طاـ لبانو حکومت د انزوا، داخلي فشار او سیاسي تقابل خواته روان دی

لیکوال او ژورنالیست سمیع یوسفزي په خپله ایکس پاڼه د طاـ لبانو د حکومت مشران او مسوولین مخاطب کړي او ورته یې داسې لیکلي: دا لیکنه د یو فرد نه؛ بلکې د هغه دردېدلي ولس غږ دی چې له څلوېښتو کلونو جګړو وروسته یې د ارام، عزت او ثبات تمه لرله؛ خو نن واقعیت دا دی چې هېواد یو ځل بیا د انزوا، داخلي فشار او سیاسي تقابل پر لور روان دی. تاسو د امنیت ادعا کوئ؛ خو امنیت یوازې د وسلو چوپتیا نه ده، امنیت هغه مهال رامنځته کېږي، چې ولس ځان خوندي، باعزته او د راتلونکي په اړه هیله‌مند احساس کړي. نن اکثریت خلک ځانونه لکه د یو پراخ زندان اوسېدونکي ګڼي؛ اقتصادي سقوط، د کار نشتوالی، د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بندیزونه او له نړۍ سره پرې شویو اړیکو دا وضعیت نور هم ترینګلی کړی دی. له نړۍ سره دوامدار سیاسي کړکېچ هېواد د نړیوالې انزوا کندې ته ټېل وهي. که له نږدې گاونډیانو سره هم د تقابل سیاست روان وي؛ نو د متوازن بهرني سیاست ادعا څه مانا لري؟ تر ټولو د اندېښنې وړ دا ده چې اوس د دعوت او اصلاح هغه غیر سیاسي او غیر متنازع نړيوال حرکت، یعنې تبلیغیان هم تر فشار لاندې راوستل کېږي. دا هغه قشر دی چې نه سیاسي ګوند دی، نه وسله‌وال حرکت؛ یوازې د دین د تبلیغ چارې ترسره کوي. که له هغوی سره هم د شک، محدودیت او تقابل چلند کېږي؛ نو دا پیغام ورکوي چې هر خپلواک مذهبي او ټولنیز حرکت باید د طاـ لب د وچ کلک سوچ یا تابع وي یا منزوي. اسلام د حکمت، اعتدال او عدالت دین دی، د هر اختلاف تکفیرول، د هرې پوښتنې سرکوب، او د هر انتقاد د دښمنۍ په نوم ردول نه شرعي توجیه لري او نه سیاسي ګټه. دا ډول چلند یوازې د ملت دننه فاصله زیاتوي او نظام د مشروعیت له بحران سره مخ کوي. نن شاوخوا ۳۵ مېلیونه افغانان د سخت اقتصادي فشار، بېکارۍ او ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي. ولس د دوامدارې انزوا او محدودیت توان نه لري، که د اصلاح، تعامل او شفافیت لاره غوره نه شي، پایلې به یې یوازې پر ولس نه؛ بلکې پر واکمنانو هم درنې تمامې شي. افغانان د تقابل پر ځای تعامل غواړي. افغانان د انحصار پر ځای مشارکت غواړي. افغانان د تکفیریت په انداز رده ولو پر ځای تفاهم غواړي. تاریخ ښيي چې هغه نظامونه پایښت مومي، چې د ولس غږ واوري، اصلاح ومني او له افراط څخه ځان وساتی. په زور په مسلمانانو شل رکعته تراویح کول، تبلیغیانو باندې ساحه را ټینګه ول، د سلفیت او توحید عقیدې منع کول، پیر پرستۍ او قبر پرستۍ ته وده ورکول یو نهایت عجیب نا پسندیده عمل دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button