افغانستان
امیر خان متقي افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال سره د مخه ښې لیدنه کړې

د طاـ لبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې مرستیال اندریکا رټواټې سره د مخه ښې لیدنه کړې ده. پدې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت سرپرسته او د سیاسي څانګې مشره جورجټ ګانیون او ورسره مل پلاوي هم ګډون درلود. متقي په افغانستان کې د یوناما د بشري امورو د همغږي کوونکي په صفت د اندریکا د رول ستاینه وکړه او په راتلونکي ماموریت کې یې ورته د بریا هیله څرګنده کړه. اندریکا ویلي، په افغانستان کې یې خپل ماموریت له ښو تجربو او خاطرو ډک دی.



