سمه ییز خبرونه
عراقچي: په ایران کې د وروستیو لاریونونو د قربانیانو په اړه د ټرمپ ادعا بې بنسټه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی. ټرمپ تازه ویلي، د ایران په وروستیو لاریونونو کې ۳۲ زره ایرانیان وژـ ل شوي دي. عراقچي بیا دا ادعا رد کړې او ویلې یې دي، په ایران کې د وروستیو ناکراریو له امله د ۲۰۰ پولیسو په ګډون ۳۱۱۷ تنه قرباني شوي دي. نوموړي زیاته کړې، که څوک پدې اړه شک لري؛ نو پر شواهدو دې خبره وکړي. د یادونې وړ ده، چې په ایران کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالي له امله پیل شوي لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، چې ګڼ شمېر خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.



