افغانستان

ملي دفاع وزارت: پاکستاني پوځي رژیم ته به پر افغان خاوره د تېري مناسب ځواب ورکړي

د ا.ا د ملي دفاع وزارت له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ‏د تېرو تجاوزونو په دوام یو ځل بیا پاکستاني پوځي رژیم د افغانستان ننگرهار او پکتیکا ولایتونو په څو ملکي سیمو، (یوې دیني مدرسې او ګڼو ملکي کورونو) هوايي بریدونه کړي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لسګونه بې ‌ګناه ملکي وګړي یې شهیـ دان او ټپیان کړي دي.

‏د ملي دفاع وزارت د افغانستان د ملي حریم دغه ښکاره نقض او جنایت په کلکو ټکو غندي او دا عمل د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه ګڼي. اعلامیه کې وړاندې راغلي، پر ملکي اهدافو او دیني مرکزونو بریدونه د پاکستاني پوځ د استخباراتي او امنیتي ناکامۍ څرګند ثبوت دی او دغه ډول تکراري تېري به هېڅکله د دوی داخلي ناکامۍ پټې نه کړي. اعلامیه زیانوي، ملي دفاع وزارت د هېواد د حریم او د ولس د امنیت ساتنه خپل شرعي او ملي مسوولیت ګڼي او په مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری ورکوي. پدې بریدونو کې د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ سیمه کې چې پر ملکي کورونو شوي ۱۷ تنه بې ګناه ملکي وګړي شهی ـ دان شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button