افغانستان

ډاکټر عبدالله عبدالله: د پاکستان د تېرې شپې بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری دی

د افغانستان د جمهوري دولت پخواني اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله ایکس پاڼه پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم، تازه بریدونو ته غبرګون ښودلی. نوموړي لیکلي، پر افغانستان، د پاکستان له لورې د تېرې شپې ترسره شوي بریدونه د ژورې اندېښنې وړ دي او په کلکه یې غندم. دا ډول اقدامات د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف دي، چې د بې ثباتۍ او د کړکیچ د پراختیا لامل ګرځي.  بمبارد، د ملکي وګړو هدف ګرځول او تاوتریخوالی د حل لاره نه ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل غوره لاره خبرې اترې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button