افغانستان

پښتون ژغورنې غورځنګ: پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بریدونه ظالمانه او بشر ضد جنایت دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوې اعلامې په خپرولو سره تېره شپه پر ننګرهار، پکتیا او مستعمره پښتونخوا تېرا سیمه کې پر ملکي افغانانو بریدونه سخت غندي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ اعلامیه!

بېګاه ماښام د پاکستان ظالم او جابر پوځ جنګي جیټ الوتکو د افغانستان ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې پر ملکي سیمو بمبار کړی، چې ګڼ شمېر بې ګناه او مظلوم افغانان یې پکې شهیدان او ټپیان کړي دي. دا عمل د یو جابر، ظالم او وحشت خپرونکي پوځ څرګند مثال دی، چې پر بې ګناه او مظلوم افغان ولس یې تر سره کوي.

همدا رنګه دغه ظالم او جابر پوځ بېګا د مستعمره پښتونخوا تیرا سیمه کې په زوره شړل شویو کډوالو باندې هم د ډرون برید کړی، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۵ کسان شهیدان او ګڼ شمېرنور ټپیان شوي دي. پر بې وسه کډوالو برید کول د ظلم او وحشت انتها ده او دا د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده، چې هرکله یې د پاکستان پوځ ترسره کوي. دا بریدونه په داسې حال کې کېږي، چې د روژې مبارکه میاشت روانه ده؛ خو پر ځای د دې چې د انسانیت او حرمت درناوی وشي، د پاکستان پوځ د خپل ناروا وجود د بقا لپار پر بې وسه خلکو بمونه غورځوي. په دې مقدسه میاشت کې پر ملکي وګړو برید کول د ظلم او بې رحمۍ تر ټولو بد شکل دی. موږ په څرګنده وایو، چې د پاکستان پوځ  پر عامو او بې ګناه پښتنو بریدونه کوي، د انساني ارزښتونو، نړیوالو اصولو او بشري حقونو هېڅ درناوی نه لري. داسې پېښې د سیمې د خلکو درد نور هم زیاتوي، افغان ولس له کلونو راهیسې د جګړو قرباني دی او دا ډول بریدونه د هغوی پر زخمونو مالګه شیندل دي. پي ټي ایم ټینګار کوي، چې په هر حال او هر ډول شرایطو کې موږ د افغان ولس ترڅنګ ولاړ یوو. د ټول افغان ملت درد زموږ شریک درد دی، په لر او بر وطن کې هر درد او غم مو شریک دی. د افغان ملت پر وړاندې هر ظلم موږ ته د منلو وړ نه دی. موږ له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له سازمانونو او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوو، چې د دې ناروا او وحشیانه بریدونو په اړه دې نور غلي نه پاتې کیږي، د دې بریدونو خپلواکه پلټنه دې وکړي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره دې عملي اقدامات ترسره کړي.موږ د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي شریکوو او ټینګار کوو، چې په لر او بر وطن کې د افغان ولس د عزت او ژوند خوندي کولو لپاره به د سر په نذرانو خپلو مبارزو ته دوام ورکړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button