افغانستان
کابل: بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی

د طاـ لبانو د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د هېواد پر ننګرهار او پکتیکا ولايتونو د پاکستاني پوځ د بريدونو په غبرګون کې، چې په ترڅ کې يې لسګونه تنه ملکيان شهيـ دان او ټپيان شوي، په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د افغانستان احتجاج ليک يې وروسپاره. په اعلامیه کې راغلي، د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او پر ولسي وگړو بمباري په کلکو ټکو غندي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکې عمل یې گڼي او همداراز پاکستاني لوري ته په ډاګه شوه، چې د افغانستان د حریم ساتنه د افغانستان ا.ا شرعي مسئولیت دی او د دغه ډول بریدونو د بدو عواقبو مسوولیت د مقابل لوري پر غاړه دی.



