افغانستان

نصیر احمد فایق: د پاکستان وروستیو بریدونو په اړه به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي شکایت وړاندې کړي

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق ویلي، چې د پاکستاني پوځي رژیم له خوا د افغانستان پر خاوره وروستیو پوځي بریدونو په تړاو به په رسمي توګه د ملګرو ملتونو له ادارې او  امنیت شورا ته  شکایت کوي. فایق زیاته کړې، دا ډول عمل د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د اصولو ښکاره سرغړونه ده.نوموړي په ورته وخت کې دا هم ویلي، چې پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم د بریدونو غندل او په اړه یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کول یې هم وظیفوي مسوولیت دی او هم شخصي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button