سمه ییز خبرونه
عمران خان: د افغانستان او پاکستان د اړیکو خرابونکی عاصم منیر دی

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان تل ویلي، چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو خرابوالي اصلي لامل پاکستانی پوځي جنرال عاصم منیر دی. نوموړي زیاته کړې له کله چې عاصم منیر د پوځ واک لاس کې اخیستی د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي په قصدي توګه خرابې شوې دي.عمران خان وایي، نوموړی دا کار د خپلو بادارانو د خوشحالولو لپاره کوي ترڅو ځان نړۍ ته د یو ژغورونکي په توګه وروپیژني.



