مقالې/لیکنې

ولید شیرزاد: نړۍ ولې زمونږ په حال ونه ژړل او نه یې کومه همدردي ښکاره کړه ؟

دعوه کوو چې خپلواک هیواد یوو، حمله راباندې وشوه، په لسګونو ماشومان، ښځې او نران مو شهیدان شول، نه راسره نړۍ همدردي وښوده او نه یې راباندې اوښکې تویې کړې. پوهیږئ ولې؟ ځکه چې زمونږ سیاسي مشرانو تل په خپلو خلکو نه په تېر کې رحم کړې او نه پرې اوس رحم کوي، نه یې په تېر کې د دې ملت غوښتنو او رایې ته ارزښت ورکړی او نه یې اوس ورکوي، نه په تېر کې ورته د دې ملت سر، مال، زده کړې او برخلیک کوم ارزښت لاره او نه یې اوس. کله چې نړۍ د خپل ملت پر وړاندې زمونږ د سیاسي مشرانو بې رحمي او بې تفاوتي ګوري؛ نو د ځان سره به وایي، چې تاسې خپله د خپلو خلکو په کیسه کې نه یاست؛ نو موږ ولې پرې رحم وکړو . زمونږ اکثر مشران یا خپله ظالمان دي او یا د ظالمانو په دسترخوان ناست وي، دوي تر هغه وخت مظلوم وي، چې د ظلم کولو وس یې نه وي. نو معلومه شوه، چې لومړی باید ملت د خپلو سیاسي مشرانو په ټاکلو کې پوره غور وکړي، چې سبا یې نه چا سره د سر سودا وکړي او نه د مال او سیاسي مشران هم باید د خودغرضیو له دایرې راووځي او په رښتیني ډول د وطن او ولس ارمانونو ته کار وکړي، بیا به نو د داسې دردونو پر وخت نړۍ هم راسره وي او ننګه به مو کوي، ترڅو چې په خپل ځان رحم ونکړو، هیڅوک پر موږ رحم نه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button