افغانستان

یوناما: پر افغانستان د پاکستان هوایي بریدونو کې ولسي وګړي وژـ ل شوي دي

د ملګرو ملتونو ادارې یوناما راپور ورکړې، چې د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ ګردي کڅ کې د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو په بمبار کې ۱۳ ملکي وګړي وژـ ل شوي او ۷ نور ټپیان شوي، چې مېرمنې او ماشومان هم پکې شامل دي. پدې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د پکتیکا برمل او ارګون ولسوالیو کې هم د پاکستاني بریدونو له امله مدرسه، جمات او یو ولسي استوګنځای زیانمن شوی دی.  یوناما غوښتنه کړې، چې جګړه باید پایې ومومي او د نړېوالو قوانینو له مخې دې د ملکي وګړو  د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button