امین ظریف: افغانستان د بدلېدونکي نړیوال نظم په څلورلارې کې، راتلونکی تګلوری او ستراتیژیک عمق

منطقوي سیاست رهبري کول د احساساتو ژبه نه ده، د غبرګون پر ځای د محاسبې غوښتنه کوي. سیاست هغه هنر دی، چې د قدرت توازن درک کړي او له شته محدودیتونو اعظمي ګټه واخلي، که افغانستان یوازې اوس وخت کې د سخت غبرګون ژبه وکاروي، ښايي لنډمهاله داخلي ملاتړ ترلاسه کړي. خو اوږدمهاله سیمه ییزه انزوا رامنځته کوي، برعکس که یوازې دفاعي او خاموش دریځ خپل کړي، د حاکمیت تصور کمزوری کېږي؛ نو اړینه ده چې متوازن ډیپلوماتیک مسیر غوره شی. زه به خپل تحلیل د روسیې د جمهور رییس پوتین د یوه ښایسته تحلیل څخه شروع کړم. ښاغلی پوتین وايي، او په رښتیا هم سم وايي: روسیه یو استعماري هېواد نه دی او هېڅکله د غلامانو په سوداګرۍ کې ښکېله نه وه، روسیې څو ځله جګړې کړې دي، د خلکو ترمنځ د توازن د ساتلو لپاره او د بشریت د خیر لپاره یې جګړې کړې دي. هغه وايي: له دوو سوو کلونو څخه زیات وخت کېږي، چې لوېدیځ هڅه کوي روسیه له منځه یوسي. دناپلئون لوې امپراطورۍ پر موږ یرغل وکړو؛ خو هغه د روسې له یخ او واورې څخه په تېښته بریالې شو او ووت؛ جرمني زموږ پر ضد تر ټولو ستر یرغلیز جنګ پیل کړه، د سړې جګړې پر مهال د امریکا متحده ایالاتو هڅه وکړه، چې زموږ اقتصاد خفه کړي موږ محاصره کړي؛ خو موږ لا هم دلته یو او روسیه لا ژوندې ده؛ ځکه چې موږ یوازې د خپلې خاورې لپاره نه؛ بلکې د خپل تمدن د خپلو ارزښتونو او خپل عزت لپاره هم جنګېږو. اصلي #خبره هم دلته شروع کېږي، چې یو هېواد او ولس یې د خپل تمدن او خپلو ارزښتونو لپاره جګړه کوي، هغه جګړه به حتمي ګټې، تاسو ګورئ چین نن په کوم موقف کې دی؟ اسیایی هیوادونه او افریقا ورو ورو ځان د بهرني تسلط څخه ازادوي. دا نو نور هغه نړۍ نه ده، چې د یوې واحدې قوې یا یو واحد بلاک تر واک لاندې ژوند وکړي، موږ د څو قطبي نړۍ پړاو ته داخل شوي یوو، زه د افغانستان سیاستوالو ته او خپلو همکارانو ته وایم، تاسو نه شئ کولی تل د اوبو پر خلاف لامبو ووهئ، تاسو د ارزښتونو خبرې کوئ؛ خو د خپلو خلکو انتخاب ته درناوی نه کوئ، تاسو د نړیوالو قوانینو یادونه کوئ؛ خو کله چې ستاسو په ګټه نه وي، هغه تر پښو لاندې کوئ، تاسو د سولې خبرې کوئ؛ خو هر ځای چې ستاسو ګټې خوندي نه وي، د جګړې او تعصب تخم شیندئ. افغانستان د هېچا شخصي کور او د هېچا شخصي ملکیت نه دی؛ خو موږ به هېڅکله هیچا ته اجازه ورنه کړو، چې زموږ راتلونکی زموږ پر ځای وټاکي، موږ همکارۍ ته لېواله یو؛ خو د برابرۍ پر بنسټ. موږ سوله غواړو؛ خو نه د خپلې ازادۍ او هویت په بیه، راځئ رښتیني واوسو، هېڅوک به هېڅکله زموږ هېواد مات نه کړي. موږ پېړۍ پېړۍ سختۍ زغملې دي، د امپراتوریو راختل او لوېدنه مو لیدلي دي او لا هم دلته یوو او سبا به هم همدلته یوو، په دې نوي څو قطبي نړۍ کې چې د زېږېدو په حال کې ده، زموږ موقف څه دی؟ افغانستان د بدلېدونکي نړیوال نظم په څلورلارې کې ولاړ دی او د خپل برخلیک په تمه دی، نړۍ په چټکۍ سره د یو قطبي نظم له مرحلې څخه د څو قطبي نړیوال جوړښت پر لور روانه ده، په همدې تاریخي بدلون کې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو سیالیو په څلورلارې کې ولاړ دی او امنیت یې له ګواخ سره مخ دی؛ خو دا ځل له کمزوري دولت داخلي انزوا او ناپیلې ستراتیژۍ سره، افغانستان ولې ستراتیژیک اهمیت لري؟ افغانستان یوازې یو جغرافیایي واحد نه دی؛ بلکې د مرکزي او جنوبي اسیا د نښلونکي کړۍ حیثیت لري، نن سبا د افغانستان اصلي عمق ستراتیژیک پوځي نه دی؛ بلکې اقتصادي او جیواکونومیک دی، که هېواد ثبات ومومي کولی شي د سیمې د سوداګرۍ او انرژۍ مرکز شي. د چین د ون بیلد لویه لار، چې نړۍ محاصره کوی او د روسیي ایران هند او لوېدیځ د ګټو د تقاطع نقطه همدا زموږ زر خیزه خاوره ده. همدا موقعیت د افغانستان عمق ستراتیژیک جوړوي؛ خو تر اوسه افغان سیاستوال ونه توانېدل، چې دا عمق د ملي ګټو په چوکاټ کې تعریف او مدیریت کړي او له یو قطبي تجربې څخه زده کړه وکړي. د تېرو دوو لسیزو ترخو تجربو وښوده، چې پر یو نړیوال قطب تکیه کول د کورني مشروعیت له پامه غورځول او د ملي اجماع نشتوالی څه معنا لري او څومره لوی قیمت باید پرې کړي، نن او پرون مو ولیدل؟ موږ جګړې کړې دي او وبه کړو؛ خو افغانستان لا ژور بحران ته ټېل وهل کیږی، تاسی وګورئ د امریکا او ناټو وتلو دا ثابته کړه، چې بهرني ځواکونه د خپلو ستراتیژیکو محاسبو له بدلون سره سم خپل متحدین پرېږدي. په نوې څو قطبي نړۍ کې افغانستان کولای شي، فعاله بې طرفه سیاست او لار غوره کړي، ځان د تقابل پر ځای د همکارۍ دهلېز معرفي کړي؛ خو دا یوازې هغه وخت ممکن دی، چې افغانستان له اوسنۍ نیابتي جګړو څخه ووځي، زما په اند د ستراتیژیک عمق او نوې ستراتیژې معنا د افغانستان لپاره، نور یوازې نظامي مفهوم نه لري؛ بلکې نوې ستراتیژي او عمق ستراتیژیک باید پر لاندې ستنو ولاړ وي، سیاسي مشروعیت ټولشموله نظام، چې د ولس اراده منعکس کړي، اقتصادي نښلونې سیمه ییز تجارت ترانزیټ او سولیز اتومې انرژي یو اړخ وي، امنیتي توازن نه د چا پر ضد اډه، نه د چا تابع بل اړخ وي؛ خو خطرونه هم شته، هغه خطرونه که زموږ سیاسیون او موږ د سیاست لوری بدل نه کړو او که افغانستان همداسې روان په انزوا کې پاتې شي، بیا به د لویو قدرتونو د سیالیو ډګر وي. دا وضعیت افغانستان د څو قطبي نړۍ له فرصتونو بې برخې کوي. د افغان سیاسي قشر تاریخي مسوولیت دی، چې ملي اجماع ته زمینه برابره کړي او نړیوالو ته د افغانستان د نوي سیاست نوې رول روښانه طرحه وړاندې کړي. په ځانګړي هغه افغان او سیاسي قشر کولای شي د فکري ډیپلوماسۍ له لارې دا تشه ډکه کړي، منطقوي سیاست څنګه رهبري شي، چې روان کړکېچ ختم شي، افغانستان د تاریخ په یوه حساسې څنډه کې ولاړ دی، څو قطبي نړۍ که له یوې خوا خطرونه زېږوي له بلې خوا بې ساري فرصتونه هم وړاندې کوي. د افغانستان راتلونکی تګلوری باید د احساساتو نیابتي جګړو او بهرني تکیهګاه پر ځای پر ملي عقلانیت متوازن سیاست او فعاله بېطرفۍ ولاړ وي. که افغانان وکولای شي خپل عمق ستراتیژیک د ملي ګټو له زاویې تعریف کړي، افغانستان به نور د لوبې میدان نه وي؛ بلکې د سیمې د توازن یو اغېزمن لوبغاړی به وی.



