افغانستان

امریکا: د افغان کلتوري ټولنې مشر د امریکا کانګرس غړي جاش هارډر ته د پاکستان وروستيو بریدونو په اړه رسمي شکایت سپارلی دی

دا شکایت لیک چې امریکا کې د افغانانو د کلتوري ټولنې مشر نصیر یاسیني سپارلی، پکې راغلي، چې پر افغانستان د پاکستان پوځ وروستيو هوايي بریدونو کې ملکي افغانان، چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي وژـ ل شوي دي. پدې شکایت کې وژـ ل شویو ملکي وګړو ته د عدالت غوښتنه شوې. د کانګرس یاد غړي پدې لیدنه کې ژمنه کړې، چې دا شکایت لیک به د کانګرس غړو ته ورسوي. نوموړي په اروپا، متحده ایالاتو او د امریکا په ټولو ایالتونو کې له افغانانو غوښتي، چې د بشري حقونو د ملاتړ لپاره خپلو ټاکل شوو استازو، د کانګرس غړو، سناتورانو او پالیسي جوړوونکو سره اړیکه ونیسي او هغوی د دغو وحشیانه بریدونو څخه خبر کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button