افغانستان
مستعمره پښتونخوا: د سختو بریدونو له ویرې د پاکستاني امنیتي ادارو پلټنې پیل کړي دي

له مستعمره پښتونخوا څخه ځایي سرچینې وایي، چې هلته د وسله والو له لورې د سختو بریدونو خبرداری ورکړل شوی او پاکستاني امنیتي ادارې یې د تېرې شپې راهیسي سختې ورخطا کړي دي. ویل کیږي، هلته یې له همدې ویرې امنیتي پوستې زیاتې کړي او په ځینو سیمو کې یې حکومتي ادارې رخصت کړي هم دي. ځایي اوسېدونکي وایي، د پاکستان امنیتي ادارو کې سخته وېره خپره ده او هر ګرځېدونکي کس ته د شک په سترګه ګوري او د ټوپک خوله ور اړوي. سرچینې زیاتوي، مستعمره پښتونخوا کې امنیتي وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی او خلک یې په وېره کې اچولي دي.



