مقالې/لیکنې

نجیب الله علي خیل: د پاکستان د ماتولو لپاره رښتیني یوالی او مقتدر افغانستان رامنځته کول دي

په پاکستان کې پخواني افغان سفیر نجیب الله علي خیل لیکلي، په ننګرهار او پکتیکا د پاکستان هوایې بریدونه، د هېواد دننه او بهر د ګڼ شمېر افغانانو له خوا وغندول شول. اصلي خبره دا چې دا ډول غندنۍ نژدې نیمه پېړۍ دوام لري؛ خو نه د پاکستان په کړنو او موخو کې بدلون راغی او نه په نیت کې. علي خیل زیاتوي، په ورته وخت کې، که زمونږ هیواد ویجاړ او ولس یې سرګردان او اواره شو؛ خو پاکستان ونشو کړای افغانستان د خپل نفوذ ساحه وګرځوي او نه هم کوم نظام او رژیم د ځان تابع کړي. د خپل هیواد او نړۍ تاریخ ته په کتو، د ورانکاره ګاونډیو له «شر» د ځان خلاصون نه په غندنو کېږي، نه په مظاهرو او نارو او نه هم کوم سازمان او نهاد ته په شکایت؛ بلکې یوازنۍ  لار یې واقعي یووالې او یو مقتدر افغانستان را منځ ته کول دي او همدا لومړیتوب دی. نوموړی وړاندې وایي، که په ملي روایت سره خپل شته زخمونه علاج نکړو، دا ډول بریدونه به نه لومړي وي او نه وروستي وي؛ بلکې کشمکش به په هره پلمه حد اقل نیمه پېړۍ  نور هم دوام مومي او بیه به یې افغان ولس پری کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button