افغانستان
جاوید چوهدري: پاکستان دې له افغانانو د تېرو لاسوهنو له امله بښنه وغواړي

پاکستاني ژورنالیست او لیکوال جاوېد چوهدري له 365 News سره په خبرو کې ویلي، چې د پاکستان د پرلهپسې لاسوهنو له امله د افغانستان مشروع او قانوني نظامونه نسکور شوي دي. د هغه په وینا، دا لاسوهنې د ۱۹۷۰ مې لسیزې راهیسې پیل شوې او تر اوسه دوام لري. جاوید چوهدري زیاته کړه، پاکستان باید ومني چې د افغانستان په اړه یې پخوانۍ پالیسۍ ناسمې وې او د همدې پالیسۍ پایله ده چې اوس پاکستان له جدي امنیتي او سیاسي ستونزو سره مخ دی. هغه ټینګار وکړ، چې د سیمي د ثبات لپاره اړینه ده چې د تېرو تېروتنو اعتراف وشي او د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پر متقابل احترام ولاړې نوې پالیسۍ رامنځته شي.



