سمه ییز خبرونه
ایران: د خامنه یي په وژـ ل کېدو ۴۰ ورځې د ملي ماتم اعلان ترڅنګ د سخت غچ اخېستلو خبرداری ورکړی

د امریکا له لورې تېره ورځ پر ایران بریدونو کې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي له وژـ ل کېدو وروسته ایران په دې هېواد کې ۴۰ ورځې ملي ماتم اعلان کړی او هم یې د سخت غچ اخېستلو خبر داری ورکړی دی. ایران له همغه ساعت وروسته پر اسرایل او عربي هېوادونو سخت بریدونه وکړل، د امریکایي نظامي اډې یې په نښه کړې او د نورو سختو بریدونو خبر داری یې ورکړی دی. شنونکي وایي، د خامنه یي له وژـ ل کېدو وروسته د ویجاړونکي جګړې احتمال زیات شوی دی.



