افغانستان
منظور پښتین: د پاکستاني یرغلګر پوځ له لورې د ملکي افغانانو په نښه کول جنګي جنایت دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د ایکس په یو سپیس کې وویل، چې د پاکستان پوځ غاصب او د جنګي جنایتونو عامل پوځ دی. پښتین زیاته کړه، د پاکستان یرغلګر پوځ په لر او بر وطن کې تل بې ګناه پښتانه افغانان په نښه کړي او د دښمنۍ پالیسي مخ ته وړي. نوموړي ویلي، په هر حال کې به د خپلو خلکو لر او بر افغانانو سره ولاړ وي. پښتین وویل، درد، غم او وطن مو شریک دی، ولې به پر کابل د پاکستان یرغلګر پوځ په برید نه وي خفه. نوموړي پدې حساس وخت کې په لر او بر افغانانو د یوالي غږ کړی او زیاته کړې یې ده، د ټولو ستونزو د پایې ته رسېدو وخت بیخي رانږدې شوی دی او د دې لپاره یوالی ډېر ضرور دی.



