شنونکي: سیمه ییز کړکېچ؛ پاکستان د ایران په برخلیک اخته کوي!

د سیمې د وروستیو سیاسي بدلونون په لړ کې راپورونه ښيي چې د ایران کړکېچ له پراخېدو سره هممهاله، امریکا د اسرایلو په ګډون په پاکستان فشار زیات کړی، ترڅو له افغانستان سره تاوتریخوالي ته لمن ووهي. د سرچینو په وینا، په دغو لېدنو کې د سیمې امنیتي وضعیت، احتمالي سناریوګانې او د امریکا ستراتژیکو ګټو د خوندیتوب لپاره باید پاکستان د تل په څیر خپله ژمنتیا وښیې او د امریکا ګټې په منځنۍ اسیا کې د اجیـ رو قوتونو په څیر خوندي کړي. په ایران کې د امریکا د موخو تر لاسه کولو په ترڅ کې ممکن پاکستان نرمي وښیې او له افغان لوري سره خبرو ته تیاری وښیې، چې امریکا د راتلونکي سناریو لپاره ممکن پاکستان د یو لوی ناورین شاهد کړي، چې په لومړي قدم کې به بلوڅ بېلتون غوښتونکي او پښتون مبارزین خپلې د ازادۍ جګړې پراخي کړي او په لوی احتمال سره به د ایران په برخلیک اخته شي. ځیني غیرې رسمي راپورونو کې راغلي، چې د احتمالي پوځي تحرکاتو په اړه هم خبرې شوې دي، چې له ایران وروسته ممکن د پاکستان اټومي تاسسات هم ودرول شي؛ خو تر دې مهاله هېڅ لوري په رسمي ډول د داسې اقدام پخلی نه دی کړی. د چارو شنونکي ټینګار کوي، چې په اوسني حساس پړاو کې هر ډول پوځي اقدام کولی شي سیمه لا بې ثباته کړي او د بشري وضعیت د خرابېدو لامل شي او دا بې ثباتي د امریکا او اسرایلو د اهدافو په یقیني کولو کې لویه ونډه لرلی شي. افغان لوري تر دې دمه ټینګار کړی، چې د خپلې خاورې د حاکمیت او ملي ګټو ساتنه به د نړیوالو اصولو په رڼا کې ترسره کوي او نه غواړي، چې خاوره یې د نورو هېوادونو ترمنځ د شخړو ډګر وګرځي. د کابل سیاسي سرچینې وایي، چې لومړیتوب یې د سیمې ثبات او د خلکو خوندیتوب دی. په همدې حال کې، د بشري حقونو اړوند بنسټونو د سیمي پر هېوادونو غږ کړی، چې د نړیوال بشردوستانه قانون درناوی وکړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي. دوی خبرداری ورکړی، چې د هر ډول احتمالي نښتو په صورت کې به د بشري حقونو د نقض پېښې زیاتې شي او ملکي وګړي به تر ټولو زیات زیان وویني.



