سمه ییز خبرونه
سینټکام: د ایران سمندري ځواک د له منځه وړلو په حال کې یوو

د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قومندانۍ قومندان وایي، مونږ د ایران سمندري ځواک د له منځه وړلو په حال کې یوو او تر دې دمه مو د ایران ۱۷ بحري بیړۍ او تر ټولو فعاله عملیاتي اوبتل له کاره غورځولي دي. هغه وایي، اوسمهال د فارس خلیج، عمان خلیج او هورمز تنګي کې د ایران هیڅ یوه فعاله بېړۍ شتون نه لري.



