افغانستان

کابل: د چین سفیر ژاو ژینګ د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره کتلي

پدې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا په لارو چارو، د سیمه ییز امنیت وروستیو پرمختګونو، په ځانګړې توګه د پاکستان لخوا د افغانستان د حاکمیت د سرغړونې په اړه خبرې شوي دي. امیر خان متقي د افغانستان پر متوازن او اقتصادي متمرکز بهرني سیاست ټینګار کړی او ویلي یې دي، افغانستان د متقابل درناوي، نه لاسوهنې او ښه ګاونډیتوب د اصولو پر بنسټ ولاړې اړیکې غواړي. د چین سفیر د افغانستان او پاکستان د وروستیو جګړو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او وه یې ویل، چې په سیمه کې د تلپاتي ثبات او متقابل درناوي غوښتونکی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button