افغانستان

عنایت خوارزمی:  پر ډیورینډ فرضي کرښه جګړه کې تراوسه ۶۷۷ پاکستاني ملېشو ته مرګ ژوبله اوښتې

د دفاع وزارت ویاند په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني ملېشو سره د جګړې د تلفاتو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کوي. خوارزامي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د پاکستاني ملېشو پر وړاندې د غچ اخېستنې بریدونه د ډیورینډ فرضي کرښې په ۲۸ نقطو کې پیل کړل، چې په پایله کې یې د پاکستاني پوځي رژیم ۱۴ پوستې او ۳ نظامي مرکزونه له منځه وړل شوي، ۱۰۹ نظامیان یې وژـ ل شوي ، ۱۴۸ تنه یې ټپیان شوي، سلګونه میله سپکه او درنه وسله ترې افغان لوري نیولې او دوه کشفي الوتکې یې راغورځول شوي دي. خوارزمي وایي، پدې جګړه کې له افغان لورې ۳ تنه وژـ ل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.همدارنګه د پاکستاني پوځ له لورې پر ملکي ځایونو د بریدونو په پایله کې ۷ ملکي وګړي وژـ ل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. نوموړی وایي د تېرې یوې اونۍ په جګړه کې، د پاکستاني لورې ۳۲۷ تنه وژـل شوي، له ۳۵۰ زیات ټپیان شوي، ۷ نظامي مرکزونه او ۶۴ پوستې یې له منځه وړل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button