افغانستان
عبدالسلام ضعیف: عرب څنګه چې د امریکا پر ملاتړ پښېمانه دي، همغومره پر پاکستان د غلط باور ښکاردي

په پاکستان کې د طاـ لبانو پخواني سفیر، لیکوال او شنونکي عبدالسلام ضعیف په خپله ایکس پاڼه لیکلي، عرب لکه څنګه چې د امریکا پر ملاتړ او تکیه پښېمانه دي او مني، چې دا د دوی غلط باور وه، همدارنګه پر پاکستان باندې د غلط باور ښکاردي. ضعیف زیاته کړې، پاکستان له جوړښته تر اوسه د امریکا او انګریز پروژه وه او یې به، همدارنګه د هغوی ګټوته کارکوي او د هغوی په اشارو او مالي مرستو به چلیږي، نو عرب دې پرخپلو مټو زور وکړي.



