سمیع یوسفزی: ایا د پاکستان بریدنه د اصلاح غوښتونکو طاـ لبانو پر وړاندې یوه کودتاه وه؟

لیکوال او ژورنالیست سمیع یوسفزي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، ایا د پاکستان وروستي بریدونه د طالبانو دننه د اصلاح غوښتونکو مشرانو د ملت په نماینده ګې د ځینو اساسي غوښتنو لپاره د حق اواز پورته کولو پر ضد یو ډول کودتاه وه؟ خو دلته یوه ډېره مهمه موضع را پورته کوم، چې پاکستان له بریدونو سره مستقیم تړاو ورکول کېږي. په کابل کې د ملګرو ملتونو او ځینو نړیوالو سازمانو سرچینې وایي، چې د طاـ لبانو یو شمېر وزیران او معینان او ځیني مشرانو — پلان لاره، چې سره راټول شي او شیخ ـ هبة ـ الله اخندزـ اده ته یو واضح پیغام ورسوي. د هغوی پیغام دا و چې: امیرـ الموـمنین: ستاسو ځیني پرېکړې، فرمانونه او تګلارې د ملت د غوښتنو، د اوسني عصر له غوښتنو او د د نیا له حالاتو سره سمون نه خوري. افغانستان په نړیواله کچه د انزوا او په هېواد کي دننه ډېر افغانان خفه او ګیله مند دی. د ملت او اماـ رت ترمنځ واټن ورځ تر بلي زیاتیږي. د راپورونو له مخې، یوشمېر قوي مشرانو غوښتل شیخ ـ هبة ـ الله اخندزـ اده ته ووایي: “یا به په دې تګلاره کې بدلون راځي او یا به موږ په خپله خوښه له حکومتي دندو څخه ګوښه کېږو.”ً په همدې حساس وخت کې د پاکستان بریدونه پیل شول، ځیني خلک دا پوښتنه راپورته کوي، چې ایا دا اقدام د شیخ ـ هبة ـ الله د سختو پالیسیو د دوام لپاره یو ډول غیرمستقیم ملاتړ نه دی، تر څو د دغه حلقې اواز خاموشه کړي؟ ځکه پاکستان داسې افغانستان غواړي، چې کمزوری، منزوي او له نړیوال رسمیت څخه لرې وي او دغسي افغانستان تنها د شیخ ـ د سختو پالیسیو په وجود کې ممکن دی. ښايي د پاکستان همدې حملو طاـ لب مشران دې ته اړ کړي وي، چې لږ تر لږه د اوس لپاره له خپل د اصلاحاتو غوښتنې پلان څخه تېر شي؛ ځکه په داسې حساسو شرایطو کې دا ډول اقدام له اخلاقي پلوه ورته مناسب نه ښکاري. نو اصلي پوښتنه دا ده: ایا د پاکستان دا بریدونه یوازې یو عادي پوځي اقدام و، او که د افغانستان د سیاسي بهیر او تغیر د بدلون د مخنیوي لپاره د پاکستان یو حساب شوی اقدام تر څو د شیخ ـ هبة ـ الله د فکر مطابق نظام ته دوام وکړې. یادونه : د پاکستان سره جګړه روانه ده، شیخ ـ د اهل سنت والجماعت په ډېرو کوچنیو اختلافي او فرعې مسایلو مصروف دی او کتاب خپروي — شیخ ـ صیب قسم کړی، هیڅ کله به د پاکستان سره جګړو، بېګناه خلکو د وژـ نو او ویجاړیو په اړه یو لفظ هم له ستوني را بهر نکړي.



