افغانستان

امیر خان متقي: د ایران پر ملي حاکمیت بریدونه غندوو

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، پر ایران د امریکا او اسرایلو وروستیو بریدونو ته په اشارې سره ویلي، چې دغه اقدامات د سیمې امنیت او ثبات ته جدي ګواښ پېښ کړی دی. نوموړي ویلي، دا بریدونه د سیمې د نورو هېوادونو لکه سعودي عربستان، قطر، متحده عربي امارات، د عمان سلطنت، د ترکیې جمهوریت، د بحرین مملکت او د اذربایجان جمهوریت د امنیتي وضعیت د خرابېدو اندېښنې هم زیاتوي. متقي زیاته کړې، د کړکېچ پراخېدل او سیمې ته د تاوتریخوالي غځېدل د هېڅ لوري په ګټه نه دي او باید د ستونزو د حل لپاره سیاسي او ډیپلوماټیکې لارې چارې غوره شي. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان د هېوادونو د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حریم د نقض هر ډول اقدام په کلکو ټکو غندي او د نړیوالو اصولو ته د درناوي غوښتنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button