افغانستان
خوشحال کاکړ: پاکستان د امریکا د خوشحاله ولو لپاره ټي ـ ټي ـ پي بهانه کوي؛ خو بریدونه په باګرام او پوځي مرکزونو کوي

د پاکستان د پارلمان غړي او پښتون ځوان سیاستوال خوشحال کاکړ له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې پاکستان له امریکا پروژه اخیستې او د امریکا د خوشحالولو لپاره یې ټي ـ ټي ـ پي بهانه کړي؛ خو بریدونه په باګرام او د افغانستان په نورو پوځي مرکزونو کوي او موخې یې بدلې دي. نوموړي په ورته وخت کې ویلي، که پاکستان د افغانستان په اړه خپلې پالیسۍ بدلې نکړي، تاوان به وکړي. کاکړ زیاته کړې، پر افغانستان اوسني بریدونه پر طاـ لبانو ندي؛ بلکې د افغانستان پر حاکمیت بریدونه دي، چې د ټولو نړیوالو اوصولو خلاف دي.



