افغانستان
کابل: امیر خان متقي د عمان د بهرنیو چارو وزیر سره په وروستیو بدلونونو خبرې کړي

د طاـ لبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د عمان هېواد د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره تلفوني خبرو کې په سیمه کې په وروستیو بدلونونو خبرې کړي او په منځني ختیځ کې یې وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی دی. پدې اړه خپور شوي خبر کې راغلي، چې دواړه لوریو پر ایران د امریکا او اسرایلو بریدونه تېری بللی او نورو هېوادونو ته د جګړې پراخول یې غندلي دي. متقي په ورته وخت کې د پاکستان د یرغل پر وړاندې د افغان لورې د متقابلې دفاع په اړه هم خپل دریځ روښانه کړی، چې د عمان د بهرنیو چارو وزیر له خوا پدې بریدونو ژوره خواشیني ښودل شوې ده.



