نړیوال خبرونه
اردغان: زموږ دین شعیه او سني ندی، زموږ دین یو اسلام دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وایي، پدې وروستیو کې د شعیه او سني په نوم ځیني کړۍ د اختلافاتو اچولو لپاره کار کوي، چې د منلو وړ ندی. نوموړي ویلي، زموږ دین یو دی هغه اسلام دی، پدې کې شعیه او سني بېل ندي. اردغان د شعیه او سني ترمنځ د مذهبي اختلافاتو د ختمېدو غوښتنه کړې او ویلې یې دي، پدې ډول باید مسلمانان ونه وېشل شي.


