افغانستان

حمد الله فطرت: خوست کې د پاکستان پوځي رژیم د توپونو په بريد کې د يوې کورنۍ ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طاـ لبانو د ویاند مرستیال حمد الله فطرت په خپله ایکس پاڼه لیکلي، ‏د خوست ولايت عليشېرو ـ تريزيو ولسوالۍ اړوند د صدقو کلي د بدرګې ګورګورې سيمه کې تېره شپه شاوخوا ۴:۰۰ بجې د پاکستاني پوځي رژيم له لوري د عامو خلکو پر کورونو او د کوچيانو پر خېمو د توپونو او هاوانونو بريدونه شوي، چې په پایله کې یې د یوې کوچي کورنۍ دوه ماشومان، یوه ښځینه او یو سړی شهـ یدان شوي او ۳ نور ماشومان ټپیان شوي دي. فطرت همدار راز لیکلي، چې له تیرې ورځې راهیسي، ‏د کـونړ په بېلا بېلو ولسوالیو کې د پاکستاني پوځي رژیم له لورې ۲۲۱ د توپونو مرمۍ لګېدلي، چې ځاني تلفات نلري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button