سمه ییز خبرونه
نریندرا مودي: د ایران ولسمشر پزشکیان سره مې د سیمي په روان وضعیت خبرې وکړې

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان سره مې د سیمي د جدي امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې. مودي ویلي، د روانې شخړې او د ملکي کسانو د وژـ ل کېدو په اړه یې خپله ژوره اندېښنه له پزشکیان سره شریکه کړې. مودي زیاته کړې د هندوستان له اړخه یې پر سولي او ديپلوماتک حل ټینګار کړی. د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د هندوستان په پلازمېنه نوي ډهلي کې د هند او اسرایلو د ډرون جوړولو په یو مرکز برید شوی؛ خو معلومه نده، چې دا برید چا کړی. هند ویلي، که معلومه شي، چې دا برید ایران کړی سخت ځواب به ورکړي.



