مقالې/لیکنې

غوث جانباز: ایا په سیمه کې جګړې په تصادفي ډول هممهاله پېل شوې؟

افغانستان دا مهال یوې خوا له پاکستان سره د سرحدي تاوتریخوالي او وسله الو نښتو سره مخ دی او له بلې خوا یې ګاونډي هېواد ایران د متحده ایالاتو او اسراییلو له بې‌ساري فشارونو او بریدونو سره مخامخ دی.

 دواړه کړکېچونه په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول پر افغانستان ګڼ منفي اغېزونه لري. په داسې شرایطو کې دا پوښتنه راپورته کېږي، چې ایا د دغو دوو کړکېچونو هممهالي کېدل یوازې یو تصادف دی، که د دوی ترمنځ کومه اړیکه هم شته؟

 تجربه ښيي چې د سیاست په نړۍ کې ډېر کم داسې څه پېښېږي چې بشپړ تصادفي وي، که څه هم استثناوې هم کېدای شي شتون ولری. جګړه یو پېچلې، لګښتي او خطرناکه پدیده ده او معمولاً له پیل مخکې یې دقیق سیاسي، پوځي او اقتصادي محاسبې ترسره کېږي. هېوادونه عموماً هغه وخت جګړې ته مخه کوي چې ځان په یو ډول مجبور حالت کې وویني یا غواړي ځانګړي ستراتیژیک اهداف ترلاسه کړي. له همدې امله، په یوه سیمه کې د څو لویو کړکېچونو هممهاله رامنځته کېدل په بشپړه توګه تصادفي نه ښکاري، که څه هم پرې قطعي قضاوت کول آسانه نه دي. که موږ د دغو تحولاتو اصلي لوبغاړو ته وګورو، وینو چې په دواړو کړکېچونو کې د متحده ایالاتو، چین، پاکستان، ایران، اسراییلو او ځینو عربي هېوادونو نومونه یادېږي. دا ښيي چې ښايي دغه بدلونونه د لویو جیوپولیتیکي سیالیو په چوکاټ کې هم تفسیر شي.

د لویو قدرتونو سیالي.

که د سیمې جګړې په پراخ انځور کې وګورو، ښايي دا د لویو قدرتونو—په ځانګړي ډول د متحده ایالاتو او چین—د سیالۍ یوه برخه وي؛ داسې سیالي چې د نړیوال نظم د مدیریت، د طبیعي سرچینو د کنټرول او د مهمو ترانزیټي او مواصلاتي لارو د تسلط پر سر روانه ده. دا سیالي نږدې له ۲۰۱۰ کال وروسته ورو ورو زیاته شوې او هر کال یې اقتصادي، سیاسي او حتی پوځي ابعاد پراخ شوي دي.سره له دې، دواړه قدرتونه ښه پوهېږي چې مستقیمه پوځي جګړه به د ټولې نړۍ لپاره ناورین زېږوونکي پایلې ولري. له همدې امله تر اوسه له مستقیم ټکره ډډه کوي او خپله سیالي زیاتره د نیابتي جګړو، اقتصادي فشارونو، ټکنالوژیکو سیالیو او سیمه‌ییزو شخړو له لارې پر مخ وړي. له همدې امله د نړۍ په بېلابېلو سیمو—له لاتینې امریکا تر منځني ختیځ، مرکزي آسیا او حتی قطبي سیمو—کې جیوپولیتیکي تاوتریخوالی په بېلابېلو بڼو څرګندېږي.

د چین رول:

په ډېرو دغو کړکېچونو کې د چین پوځي حضور لږ تر سترګو کېږي. دا تر ډېره د دغه هېواد له تاریخي دود او ستراتیژیکې تګلارې سره تړاو لري. چین په تېرو لسیزو کې هڅه کړې چې د مستقیمو پوځي جګړو پر ځای د اقتصادي وسایلو، پانګونې او سوداګریز نفوذ له لارې خپل ځواک پراخ کړي.

د «کمربند او لارې» ستره پروژه د همدې تګلارې یوه بېلګه ده چې د چین نفوذ یې په افریقا، لاتینې امریکا، مرکزي آسیا او حتی اروپا کې زیات کړی دی. خو ډېر شنونکي باور لري چې په هغو موضوعاتو کې چې د چین لپاره حیاتي ارزښت لري—په ځانګړي ډول د تایوان مسئله—ښايي دا هېواد په راتلونکي کې پوځي انتخاب هم وکاروي.

د پاکستان او افغانستان جګړه: نیابتی شخړه که بین‌الدولتي جګړه؟

یوه مهمه پوښتنه دا ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسني تاوتریخوالي ته څنګه تعریف ورکړل شي: آیا دا د دوو دولتونو ترمنځ جګړه ده، که تر ډېره د پاکستان د حکومت او د هغه د مخالفو وسلوالو ډلو—په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان ټي ـ ټي ـ پي ترمنځ د شخړو دوام دی؟

پاکستان په وروستیو کلونو کې له جدي امنیتي ننګونو سره مخ دی. د یاغي ډلو بریدونه، په ځانګړي ډول په پښتني سیمو او بلوچستان کې، د دغه هېواد پر امنیتي جوړښتونو ډېر فشار راوړی دی.

په داسې شرایطو کې ځینې شنونکي باور لري چې د افغانستان سره دجګړي یوه برخه د اسلام‌آباد له خوا د دغو بحرانونو د مهارولو او د هغوی د پراخېدو د مخنیوي هڅه ده. په ورته وخت کې پاکستان هڅه کوي چې د لویو قدرتونو په جیوپولیتیکي سیالیو کې خپل ستراتیژیک ځای وساتي.

د پاکستان ستراتیژیکه ستونزه

د پاکستان له اساسي ننګونو څخه یوه دا ده چې هغه وسایل چې دغه هېواد پخوا د خپلو جیوپولیتیکي اهدافو لپاره کارول—لکه جهادي شبکې او وسلوالې ډلې—اوس تر یوې اندازې د هغه له کنټروله وتلي دي. هغه ډلې چې یو وخت د پاکستان د بهرني سیاست د وسیلې په توګه کارېدلې، اوس په خپلواکو لوبغاړو بدلې شوې او ځینې یې حتی د پاکستان د دولت پر ضد فعالیت کوي.

پاکستان اوسمهال له یو ډول امنیتي پارادوکس سره مخ کړی دی: هغه وسایل چې پخوا د سیمه‌ییز نفوذ د زیاتولو لپاره کارېدل، اوس د کورني امنیت پر ستونزې بدل شوي دي.

د تاوتریخوالي راتلونکی

د اوسني وضعیت له مخې، ښايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی په لنډمهال کې دوام ومومي. په پاکستان کې د وسلوالو ډلو بریدونه او د اسلام‌ آباد پوځي غبرګونونه کولای شي سرحدي نښتې زیاتې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button